فارن پالیسي خپرونې په یو راپور کې ویلي چې سعودي عربستان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ټرمپ ته پر قطر د برید وړاندیز کړی و. راپور کې له قطر سره د عربي هېوادونو مخالفت ته په اشارې لیکل شوي، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د ۲۰۱۷ میلادي کال په جون میاشت کې له ډونالډ ټرمپ سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې هغه ته وړاندیز کړی و چې پر قطر برید وکړي خو د راپور له مخې د نوموړي وړاندیز ټرمپ رد کړی و. راپور کې راغلي، وروسته تر یاد وړاندیزه واشنګټن له کویټ څخه غوښتنه کړې وه چې د عرب هېوادونو د اختلاف حل کولو لپاره لاس په کار شي.
































