د لرغون پوهنې ادارې رییس ذبیح الله سادات وايي، د کوشاني دورې اړوند ۴۰۰ لرغوني آثار چې په وروستیو کې د لوګر په مس عینک کان کې موندل شوي وو، د کابل موزیم ته انتقال شوي دي. د مس عینک د استخراج چارې له څو کلونو راهیسې د دې کان په سیمه کې د بودایي دورې د یو لرغوني ښار د اړوندو راپورونو له کبله ځنډېدلې وې. تېر حکومت د دې کان د استخراج د چارو قرارداد له یوه چینايي شرکت سره کړی و، خو په دې کان کې عملي کار څوکاله وځنډېد.
































