د پکتیا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د زړو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله پنځه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جاني خېلو ځايي مسوولینو ویلي، چې پرون مازدیګر د دې ولسوالۍ اړوند د بلخېلو ترکي کلي یوه کور کې د غره څخه راوړل شويو زړو چاودېدونکو توکو او ماین چاودنه کړې، چې په پېښه کې دوو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي. مسوولین زیاتوي، چې چاودنه سیمه کې د بسم الله په نامه کس په کور کې شوې، چې د یادې کورنۍ یو ۶ کلن او بل ۹ کلن ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي، چې ټپيان د درملنې لپاره خوست ولایت ته انتقال شوي دي.
































