د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، هڅه کوي، چې د هېواد په بېلابېلو بندونو او سیندونو کې د کبانو د پالنې فارمونه زیات کړي او دغه بهیر اوس هم دوام لري. په داسې حال کې چې افغانستان د اړتیا وړ د کبانو غوښه له پاکستانه راواردوي، خو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې په کور دننه هم په بېلابېلو فارمونو کې د کبانو ۱۱ زره ۳۶۵ میټریک ټنه غوښه په هېواد کې تولیديږي، چې له منځه یې ۱۸۰۰ ټنه د هېواد له سیندونو لاس ته راځي.
































