د نیویارک ټایمز او سینا پوهنتون یوه نظر پوښتنه ښیې چې ۴۳ سلنه امریکايي رایه ورکونکي به جو بایډن ته رایه ورکړي، په داسې حال کې چې د هغه سیال ډونالډ ټرمپ د ۴۸ سلنې احتمالي رایې ورکوونکو سره مخکښ دی. د دې سروې له مخې د بایډن له کړنو د ناخوښۍ کچه نوره هم لوړه شوې ده. د دې سروې پر بنسټ، ۴۷ سلنه برخه اخیستونکو ویلي د بایډن له کړنو راضي نه دي. نیویارک ټایمز دا هم لیکلي چې په هرو څلورو ځواب ورکوونکو کې یو یې فکر کوي چې امریکا په سم لوري نه ده روانه. همدارنګه، د هغو کسانو شمېر چې باور لري د جو بایډن تګلارې دوی ته زیان رسولی دوه چنده ښودل شوی دی. سربېره پردې، ډیری امریکایان فکر کوي چې امریکا اوسمهال په بد اقتصادي وضعیت کې ده. د دې نظر پوښتنې له مخې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې ۹۷ سلنه هغو کسانو چې ټرمپ ته یې رایې ورکړې ویلي چې دوی به هغه بیا وټاکي.
































