د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، څه باندې شل کاله مو په افغانستان کې بې پایه جګړه وکړه او میلیاردونه ډالر مو ولګول، څه مو چې وکړل لیوني وو. ډونالډ ټرمپ چې د امریکا د ویرجینیا ایالت په ریچمونډ ښار کې خبرې کولې، افغانستان ته په اشارې ویلي، که خبره یې اورېدل کېده، وختي به یې له دغه هېواده ځواکونه ایستي وو. ټرمپ ویلي چې افغانستان کې د امریکا جګړه د ویتنام له جګړې هم ناوړه وه. هغه د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن «احمق» بللی دی.
































