د لوګر د پوهنې ریاست وايي، چې په راتلونکي ۱۴۰۳ لمریز کال کې ۱۳ بابه نوي ښوونځي د دې ولایت په هغو سیمو کې جوړوي، چې هلته لاهم ماشومان زدهکړو ته لاسرسی نه لري. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې د دې ښوونځیو په جوړېدو سره به نږدې ۷ زره ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شي. نوموړی وايي پوهنې ریاست روان کال په دغه ولایت کې ۱۹۲ خصوصي دیني مدرسې رسمي کړې دي، د تیمانو لپاره یو دارلیتام جوړ شوی او دغه راز درې نوي ښوونځي جوړ شوي دي.
































