د لغمان، پنجشیر او کاپيسا سیمه ییز مسوولین وايي، چې په دغو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۷۷ کورونه ویجاړ شوي دي. د پنجشېر سیمه ییزو مسوولینو ویلي چې د یاد ولایت په شتل، رخې، لومړۍ برخې ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله ۱۰ کورونه ویجاړشوي او ۱۰۰ څاروي مړه شوي دي. د یوبل خبرله مخې؛ په لغمان کې هم د سختو اورښتونو له امله ۲۵ کورونه ویجاړ او ۱۲ څاروي مړه شوي دي. دغه راز په کاپيسا ولایت کې هم ۴۲ کورونه ویجاړ شوي دي. د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رییس خیر محمد غازي ویلي چې د وروستیو ورښتونو له امله د بادپښ ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې ۲۵ کورونه ویجاړ او ۱۲ څاروي مړه شوي دي.
































