د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې هرات ته د امریکا، انګلستان، اسپانیا او پولند هېوادونو څخه ۱۰ سیلانیان سفرکړی دی. د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر رحمت الله محمدي ویلي چې دغه ولایت ته د روان کال په بهیر کې د نړۍ له ۷۰ بېلا بېلو هېوادونو څخه څه ناڅه ۱۰۰۰ بهرنيو سیلانیانو سفر کړی دی.
































