د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو. د اروزګان د ولایتي چارواکو په خبره دغه روغتون به د عمومي داخله، عمومي جراحي، نسايي ولادي او ماشومانو داخله برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي. د یادونې وړ ده چې دا مهال په اروزګان کې د عامې روغتیا وزارت له لوري په ۴۶ روغتیايي مرکزونو کې د دغه ولایت اوسېدونکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.
































