په کراچۍ کې د افغانستان سفارت جنرال کونسلګرۍ د هغه ښار له زندانونو څخه د یوې مېرمنې په ګډون ۴۰ افغان بندیانو د خوشي کېدو او هېواد ته یې د راستنولو خبر ورکړی دی. سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد بندیان د سند ایالت له زندانونو څخه د افغان بندیانو د ډیپورټیشن لړۍ په دوام خوشي شوي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د څه باندې یو کال راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ زره ۲۶۱ تنه افغان زندانیان د یادې قونسلګرۍ په هڅو د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ازاد او په دولتي مصارفو هېواد ته راستانه کړای شوي دي.
































