د خوړو او درملو ملي اداره وایي، د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې له خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې کارکوونکو په دې ولایت کې په تېره یوه اونۍ کې د پنځو ټنو په اندازه ۱۹۰ قلمه خوراکي او غیري خوارکي توکي راټول او له منځه وړي. د خوړو او درملو ملي ادارې ویلي، دغه اندازه توکي یي له ۱۹۷ خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه راټول کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو او درملو ملي ادارې په هېواد کې د بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو د مخنیوي په موخه ګړندۍ هڅې پیل کړې، چې په ترڅ کې یې په لسګونو ټنه تاریخ تېره توکي راټول او له منځه وړي دي.
































