د هند د هوایي شرکت یوه الوتکه چې د عربي متحده اماراتو د دوبۍ ښار نه هند ته روانه وه، د هند په یو هوایی ډګر کې تر کیناستو وروسته دوه ټوټې شوې ده. تر پېښې وروسته د یادې پېښې د قربانیانو شمېر ۱۶ تنه ښودل شوی وو خو انډیا ټوډې راپور ورکړی دی چې د یادې پېښې د قربانیانو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی دی. په الوتکه کې د پیلوټانو، عملې او مسافرو په ګډون ټول ۱۹۱ کسان سپاره وو. د هند د جنوبي کیرالا ایالتي چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې د الوتکې د عملې په ګډون تر ۱۲۳ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي. د پېښې د رامنځته کېدو علت څرګند نه دی او پولیسو ویلي چې دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.
































