د میدان وردګو ولایتي مسوولین وايي، د کابل – بامیانو لویه لاره چې د حاجي ګک کوتل په سیمه کې د زیاتو واورو له امله بنده شوې وه بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه. وړمه شپه پر دغې لاره ۲۵ مسافر وړونکي موټر بند پاتي وو، چې پرون د لومړۍ حصې بهسودو ولسوالۍ د مسوولینو له لوري بند کسان له حاجي ګک کوتل څخه بامیانو ته ولېږدول شول او لاره د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه. د یادولو ده، چې په لومړۍ حصې بهسود، مرکزي بهسود او دایمیرداد ولسوالیو کې د ځینو کلیوالي سیمو لارې لاهم د زیاتو واورو له امله د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړلې دي.
































