له پولیو څخه د پاک افغانستان موسسې ویلي چې نن به د هېواد په ۱۰ولایتونو او یو شمېر ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین د پلي کېدو لپاره څلور ورځنی کمپاین پیل شي. د یادې ادارې پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دغو ولایتونو کې کاپیسا، پروان، اروزګان، زابل، هلمند، غزني، خوست، هرات، فراه او کندهار شامل دي. د یادونې ده چې په یادو لسو ولایتونو کې د واورو او باران له کبله د واکسین کمپاین ځنډول شوی و. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني هېوادونه دي چې پولیو په کې صفر ته نه ده رسېدلې.
































