د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له ترکمنباشي بندر څخه لیدنه کړې. نوموړي له یاد بندر څخه د لیدنې پرمهال دا بندر له خزر حوزې سره د افغانستان د ترانزیټ لپاره مناسب بللی او ویلي یې دي، چې جنوبي اسیا هېوادونو ته د ترکمنستان د لاسرسي لپاره افغانستان مناسب هېواد دی. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر زیاته کړې، چې د دې بندر له امله افغانستان ته د اړتیا وړ خامو موادو په لېږد کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شوې او هڅه کېږي تر څو ترانزیټي سکټور له یاد بندر څخه ښه ګټه واخلي.
































