هند کې د یوه ریل ګاډي چلوونکي په خپل ټلیفون کې کرکټ کاته، چې ترافیکي اشارې ته یې له پام پرته له بل ریل ګاډي سره ټکر کړی چې د دې پېښې له امله ۱۴ تنه وژل شوي دي. د ریل ګاډي د چارو وزیر زیاته کړې چې اوس داسې سیسټمونه نصبوي، چې کولی شي د ریل ګاډي د چلوونکو او مرستیالانو غفلت کشف کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی په بشپړ ډول د ریل ګاډي په چلولو تمرکز کوي. هند په نړۍ کې د اورګاډي یو له ترټولو لویو شبکو لري چې کله ناکله پکې خونړۍ ترافیکي پیښې رامنځته کیږي. ترټولو خونړۍ پیښه په ۱۹۸۱ کې د بهار په ایالت کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ریل ګاډی د یو پل څخه د تیریدو پر وخت له پټلۍ څخه ووت او لږترلږه ۸۰۰ کسان پکې ووژل شول.
































