د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د ننګرهار په ۶ ولسوالیو کې د څښاک اوبو ۳۰ څاه ګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه وزارت ویلي د ډاڼیډا موسسط په مالي مرسته د ننګرهار ولایت په شیرزاد، خوګیاڼی، چپرهار، پچیرآګام، هسکه مینه او حصارک ولسوالیو کې د ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۳۰ څاه ګانو د کیندلو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. یاد وزارت زیاته کړې چې د یادو څاه ګانو په بشپړیدو سره د نوموړو ولسوالیو ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوي دي.
































