د مصر یوې دولتي رسنۍ راپور ورکړ چې په غزه کې د اوربند په اړه د منځګړو او حماس د مرکچیانو ترمنځ د خبرو په دویمه ورځ د پام وړ پرمختګ شوی دی. د څو اونیو ډيپلوماتیکو هلو ځلو وروسته، مصر، قطر او امریکا هڅه کوي چې په راتلونکې اونۍ کې د روژې له پیل څخه مخکې، د اسراييلو او حماس تر منځ په جګړه کې د شپږو اونیو اوربند پلی کړي. د دې اوربند د وړاندیز له مخې، ټاکل شوې ده چې حماس ډله د اسراییلو له زندانونو څخه د سلګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې یرغمل اسراییلیان ازاد کړي.
































