د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې کندهار ته د امريکا، هسپانېا، ايرلېنډ، برازيل او کېنيا هېوادونو څخه ۱۶ سیلانیان راغلی دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس یادو سیلانیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې د شته ښکلاوې او واقعیتونه په اړه خپلو هېوادوالو ته معلومات ورکړي. د یادونې وړ ده، چې د سرپرست په بریا او د هر اړخیز امنیت په تامینېدو سره په هېواد کې د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی او له کومې اندېښنې پرته ټولو ولایتونو ته سفر کوي.
































