د سرپرست حکومت د کابینې اتلسمه غونډه په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوې دي. په دې غونډه کې ټولګټو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوې څو د راتلونکي کال د وري میاشتې په لومړيو کې دې له پُل محمود خان څخه تر چهار اسیاب پورې د کابل- لوګر لويې لارې د سړک جوړولو چارې پیل او پاتې کارونه دې بشپړ کړي. همدا راز په غونډه کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري چمتو شوې د نیالګیو کېنولو ۱۰ کلنه طرحه تایید شوه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري به د اړوندو ادارو په همکارۍ عملي کېږي. د کابينې په دې غونډه کې امنیتي کمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې د ټولو هغو قاچاقبرانو چې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل دي؛ د فعاليت ځايونو او ممنوعه توکي د کشف په اړه پرېکنده اقدامات ترسره کړي.
































