د میدان وردګو ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، له بهرنیو هېوادونو څخه ۷۰۰ راستانه شويو هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. مسوولین زیاتوي، چې په دغه شمېر کې ښځینه کارکوونکې هم شاملې دي. هغه کسان چې د کار زمینه ورته برابره شوې وايي، پخوا له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو خو اوس یې دغه ستونزې حل او په ځان بسیا شوي دي. د یاد ریاست مسوولین زیاتوي، چې راتلونکی کال به په دغه ولایت کې د حرفوي کارونو تر څنګ، په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۱۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
































