په خوست کې د زرغون خوست په نوم د نیالګیو کېنولو میله پیل شوه چې د درېیو ورځو په لړ کې به شاوخوا ۲۰ زره نیالګي کېنول شي. د ښاروالۍ مسوولین وايي، د دغو نیالګیو ساتنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي او په خبره یې، د نیالګیو اوبه کولو لپاره منظم سیستم هم په نظر کې نیول شوی دی. د خوست ښاروال بسم الله بلال ویلي، سږ کال به د غیر مثمرو نیالګیو ترڅنګ شاوخوا ۲ زره د بېرو نیالګي هم کېنول شي او په وینا یې، دغه نیالګي به د ځوانانو تفریحي غونډۍ، د خوست ښار په ګلدانونو او د مختلفو ادارو په ودانیو کې کېنول شي. د یادونې وړ ده چې، هر کال په زرغون خوست میله کې په زرګونو نیالګي کېنول کېږي خو د اړونده ادارو د نه پاملرنې او د عامه خلکو د بې غورۍ له کبله یې، ډېری د وخت په تېریدو سره وچيږي.
































