د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینېرلي اوغلو دنده د روان زیږدیز کال په فبروري میاشت کې پای ته ورسېده. په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په افغانستان کې د فریدون سینېرلي اوغلو دنده بریالۍ بولي او وایي چې د افغانستان په تړاو خپلواکه ارزونه د افغانستان په تړاو د ټولو نړۍوالو خبرو اترو د بحث محور دی. له دې سره سرپرست حکومت ټينګار کوي چې باید د افغانستان اړوند راپورونو کې رښتینولي په پام کې ونیول شي او وايي، د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي معلومات تر یوه بریده ښه و؛ خو زیاتوي چې د خپلواکې ارزونې ځینې برخې سرپرست حکومت ته د منلو وړ نه وې.
































