د ننګرهار کانال شرکت وايي چې په دغه ولایت د کانال پر ۱۸ زره ۲۰۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي چې په راتلونکي کې به ورسره د مالټو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. د یاد شرکت مسوولین وایي، هڅه کوي چې د مالټو لپاره له هېواده بهر هم بازار پیدا کړي. ننګرهار د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی د کرنیزو چارو پوهان په دې باور دي چې دا ولایت د کرنې او باغدارۍ لپاره ډېرې ښې ځمکې او مناسبه هوا لري او که ترې سمه ګټه واخیستل شي نو په دې سره به د ډېرو هغو محصولاتو او مېوو اړتیا په کور دننه پوره شي چې له نورو هېوادونو را واردېږي.
































