د خوست د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د څښاک اوبو ۳ شبکې د شاوخوا ۱۳،۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو شبکو په جوړېدو سره ۵۷۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د کلیو پراختیا ریاست رییس عنایت الرحمن جلالي وايي، لا هم په زیات شمېر سیمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او دوی د همکارو موسساتو پر مټ هڅه کوي چې د پاکو اوبو ستونزه ژر حل کړي. بل لورته د مرکز او یو شمېر ولسوالیو خلک وايي، پخوا د څښاک پاکو اوبو د نشت له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو، خو اوس د دغو اوبو شبکو په جوړیدو سره پاکو اوبو ته لاس رسی لري.
































