د افغانستان د فوټبال فدراسیون له لوري د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د مرکز، لوېدیځ او سوېل ختیځ زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پیلیږي. دغه سیالۍ چې موخه یې د افغانستان فوټسال غوره لیګ ته لارموندنه ښودل شوې، د مرکزي زون سیالۍ په کابل، د سوېلختیځ زون سیالۍ په غزني او د لویدیځ زون سیالۍ د فراه ولایت په کوربتوب ترسره کیږي. د دغو سیالیو له پایته رسېدو سره سم به د شمال، شمال ختیځ او سوېللوېدیځ زونونو ترمنځ سیالۍ هم پیل شي.
































