په واشنګتن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وایي امریکا د ټولو نظرونو پر خلاف غواړي له افغانستان خپل سرتېري وباسي چې دا به د سیمې په زیان وي. دده په خبره طالبان پر سوله باور نه لري یوازې پاکستان غواړي چې د څه مودې لپاره د امریکا فشارونه له خپله ځانه کم کړي نو له طالبانو سره یې په ګډه د سولې ډرامه روانه کړې ده. حسین حقاني وایي د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان د پاکستان په ملاتړ د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کوي نو نړیوالو ته په کار ده چې دې مسئلې ته متوجه وي. حقاني چې په سیمه کې د پاکستان د اوسنیو ورانکارو سیاستونو مخالف دی وايي، پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په سیمه کې د ترهګرۍ صادروونکی دی. نوموړی پر پاکستاني حکومت غږ کوي چې خپل سیاستونه دې بدل کړي، دداعش او طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي او له ګاونډیو هېوادونو سره دې رښتینې همکاري وکړي څو پاکستان نړیوال باور ترلاسه کړي.
































