د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې وزارت سرپرست وزیر د افچین شرکت له رییس سره په لیدنه کې، په کارونو کې پر شفافیت د ټینګار سربېره د نفتو د کارخونې په جوړولو، په دوه بعدي او درې بعدي سروېګانو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د افچین شرکت رییس ویلي، یاد شرکت په پام کې لري، ترڅو په روان کال کې یو شمېر افغان انجینران د زدهکړو او ظرفیت لوړونې په موخه چین هېواد ته ولېږي.
































