د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوي، د ترکمنستان د رهبر په ګډون د دغه هېواد له یو شمېر مسوولینو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پياوړتیا په اړه خبرې کړې دي. نورالدین عزیزي وايي، دواړه لوري له یو بل سره همکارۍ ته ژمن دي او زیاتوي، چې ډېر ژر به د ټاپي پروژې کارونه هم پيل شي. افغان سوداګر له ترکمنستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه مهمه بولي او پرون یې د دغه هېواد د خامو موادو په ځانګړې توګه د نفتو په داوطلبۍ کې هم ګډون کړی وو. ورته مهال افغان سوداګر چې افغان ترکمن نندارتون کې یې خپل تولیدات نندارې ته ایښي وايي، هیله مند شي، چې ترکمنستان به د افغانستان له تولیداتو څخه ګټه واخلي.
































