د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغانانو لپاره د وړیا کورسونو د پیلېدو خبر ورکړی. دغه سفارت پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې لوړو زدهکړو ته د افغانانو د لاسرسي د ملاتړ د پروګرام له لارې په سوداګرۍ، معلوماتي ټېکنالوژۍ، ساینس، روغتیا او حقوقو کې روزنیزې دورې پیلوي. د امریکا سفارت ویلي، د دغه پروګرام له لارې افغانستان کې مېشت وړتیا لرونکو خلکو ته په وړیا توګه د انلاین روزنو زمینه برابریږي څو لا نور مهارتونه زده او خپلې اړیکې جوړې کړي. سفارت د دغو کورسونو د نوملیکنې انلاین ادرس پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی.
































