د فراه ولایت په ۲۰۰ بستريز ولایتي روغتون کې د ۱۶ميليونه افغانيو په لګښت د زېږنتون دوه پوړیزه ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادې ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس احسان الله شاکر ویلي چې دغه ودانۍ د (UNCHR) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې. نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې تر دې وړاندې د زېږون څانګې ناروغان د زياتې ګڼې ګوڼې او له يو شمير نورو ستونزو سره مخ وو، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به یې ډېرې ستونزې هواري شي.
































