د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزیر په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون خپله نوبتي غونډه کې د رسنیو پر روان فعالیت، ستونزو، وړانديزونو او سرغړونو خبرې شوې دي. د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلي، چې د رسنیو لپاره بېلابېلې آسانتیاوې برابرې او ستونزو ته يې هم تر ډېره بريده رسېدنه شوې ده. هغه ويلي چې رسنۍ دې د هېواد ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو ته په کتو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. په یاده غونډه کې پرېکړه شوې چې له خبریالانو سره د همکارۍ لپاره دې یو صندوق جوړ شي او د دغې چارې د ترسره کولو لپاره یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې کړنلاره ورته جوړه کړي.
































