د کابل – کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله نهه تنه مړه شوي او ۳۲ نور ټپيان دي. دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۸ بجې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په “ناني” سیمه کې رامنځته شوې ده. دغزني ولایتي مسوولین وايي، چې دغه پېښه له یوه بار وړونکي موټر سره د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. په همدې حال کې د غزني د ولايتي روغتون سرچينې وايي، چې په دې پېښه کې د پنځو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى. د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي تل د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه بلل شوي دي.
































