د میدان وردګو ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسولین وایي؛ سږ کال یې د څه باندې ۲۱زره کاغذي او ۲۲زره برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له درکه، نږدې ۱۹ میلیونه عواید راټول کړي دي. د دغه ولایت اوسېدونکي د یاد ریاست له کړنو خوښ دي او زیاتوي چې له لرې پرتو ولسوالیو مرکز ته تګ راتګ ستونزمن دی او له سرپرست حکومت څخه غواړي، چې په ټولو ولسوالیو کې دا ډول مرکزونه فعال کړي. د یاد ریاست مسوولین زیاتوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د سیداباد ولسوالۍ د برېښنايي پېژند پاڼې د ورکړې مرکز د فعالېدو تر څنګ د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د برېښنايي پېژند پاڼو د ورکړې مرکزونه فعال کړي.
































