طالبان وایي دوی باوري دي چې ټرمپ به تر ټاکنو مخکې خپل سرتېري وباسي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له سپوتنیک رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي طالبان ډاډ دي چې ټرمپ به د هوکړې له مخې د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې خپل سرتېري له افغانستان وباسي. د شاهین په وینا دوی ددغه ګام هرکلی کوي او څومره ژر چې امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي ددوی لپاره ښه ده. د شاهین په وینا له امریکا سره په ملکي برخه کې د کار کولو پر سر کومه ستونزه نه لري او دغه هېواد کولی شي په افغانستان کې ديپلوماتیک او ملکي حضور ولري خو نظامیان یې باید ژر تر ژره له افغانستان ووځي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې به خپل سرتېري له افغانستان وباسي.
































