د چين دوه مجلسونه يانې د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه او د چین د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې دوهمه غونډه په وروستيو کې ترسره کېږي او د نړيوالو خبري رسنيو پام يې هم را اړولی دی. د ډېرو هېوادونو خبريالانو د دوو مجلسونو په اړه راپورټاژونه ورکړي دي. د افغانستان د ژندون تلويزیون خبريال خپلواک هم دغو مجلسونو ته توجه کړې او ويلی يې دی چې د چين ملي ولسي کانګرس نظام د دې هېواد د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ بنسټيز لامل شوی او چيني شکله عصري کېدل هم د سيمې هېوادونو ته ډېر فرصتونه برابرولی شي. افغانستان هم دې ته په تمه دی چې د بیارغونې او د اقتصادي پرمختګ لپاره له چين سره همکاري پیاوړې کړي.
د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه او د چين د دولت رئیس شي جين پینګ په شمول ګوندي او دولتي مشرانو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. هر کال کله چې دوه مجلسونه تر سره کېږي، تل د نړيوالو پام جلبوي. سږني مجلسونه هم د افغان خبريالانو پام را اړولی دی.
د دغه دوو مجلسونو د يادونې په ترڅ کې ښاغلي خپلواک داسې ويلي چې د چین دوه مجلسونه چی دایرېږي، زما په نظر د چين د اوسني واکمن نظام د لا نور ټینګښت او پیاوړتیا سبب کېږي او د چينايانو لپاره خاص ارزښت لري. چين په تېرو څو لسيزو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې چې لامل يې همدغه نظام دی. اوس دغه هېواد د قوي کېدو په حال کې دی چې د اسيايي هېوادونو کې یې سیال نه ليدل کېږي.
د ده په اند له څو لسيزو کلونو راهيسې چين بې ساري اقتصادي او ټولنيز پرمختګونه موندلي چې راز يې چيني شکله عصري کېدل دي. چیني شکله عصري کېدل د چینايي خلکو له خوا د نېکمرغه ژوند د لټولو لپاره ښه زمينه برابره کړې او نړۍ ته يې هم فرصتونه رسولي دي. هغه وویل چې د یوه هېواد عصري کېدل خامخا د دې هېواد خلکو ته نېکمرغه او هوسا ژوند برابرولی شي. چين تل د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو په اړه د پرمختيايي افکارو په لرلو سره په پر له پسې توګه ورخلاصون پراخ کړی او د ځاني باکيفیته پرمختګ په مټ د سیمه ييز او نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابروي. نو چيني شکله عصري کېدل د نړۍ لپاره هم مهم اهميت لري او ور باندې مثبته اغېزه کوي. څرنګه چې چين تل ادعا کوي چې له نورو هېوادونو سره خپلې پرمختیایي لاسته راوړنې شريکوي او هيله لري چې نور هېوادونه ترې برخمن شي. نو نه يوازې د سیمې هېوادونه بلکې له سمه يیزو هېوادونو پرته نور هېوادونه باید دا ډول پرمختيایی موډل حمايت کړي څو ګډ پرمختګ ومومي. اوس په افغانستان کې ناامني نشته، نو زموږ هيله دا ده چې چین د سيمې هېوادونو بالخصوص له افغانستان سره مرسته وکړي او د همکاريو له لارې دغه هېواد ته د عصري کېدو ګټورې تجربې برابرې کړي څو د بیا رغونې او پرمختیا بهير به چټک او ګړندی شي.
شمېرنه ښيې چې تېر کال د چين او افغانستان ترمنځ د همکارۍ له کبله د چين او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيزو مالونو صادراتي او وارداتي ارزښت څه باندې يو ميليارډه او درې سوه درې دېرش میلیونو امريکایي ډالرو ته رسېدلی چې دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې ۱۲۵ اعشاريه ۴ زيات شوی دی. ښاغلي خپلواک پر دوه اړخیزې سوداګرۍ د چیني شکله عصري کېدو د مثبتې اغېزې د يادونې په ترڅ کې داسې ويلي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د چیني شکله عصري کېدو له کبله دوه اړخیزې سوداګرۍ په ثابت ډول پرمختګ موندلی او تېر کال دغه ارزښت ډېر زياتوالی ښودلی چې له امله يې دوه اړخيزې اړیکې نورې هم ټينګې شوې دي. اوس دغه اړیکې ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دي. نو هيله من يم چې د سږني مجلسونو په ترسره کېدو سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پرمخ بېولو لپاره لازيات امتيازي تدبيرونه خپاره شي څو د چین او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ ته نوی پرمختګ ورکړي.
د مرکې په پای کې ښاغلي خپلواک هم هيله وښودله چې د چین دوو مجلسونه په بريالۍ توګه تر سره شي او چین په خپل ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې لازیاتې برياوې ومومي.
































