د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د تورخم له لارې ۲۰۰ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي چې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۰۰ تنه کیږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې. د کډوالو چارو وزارت وایي، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. د پاکستان پخواني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت هم باید دغه لړۍ روانه وساتي.
































