د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د نغلو په اړوند سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولیدي پروژې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، د پاتې کار له بشپړېدو وروسته به د دې پروژې تولیدي برښنا له ملي شبکې سره ونښلول شي. د یادولو وړ ده، چې دغه پروژه د یوه خصوصي شرکت پر پانګونه پلې کیږي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
































