د کندوز ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په خانآباد او آقتاش ولسواليو کې د ۲ چکډېمونو جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د مسوولینو په خبره په کندوز کې د ولایت په کچه ۹ چکډېمونه جوړېږي او ټولټال پر ۲۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، د یادو چکډېمونو له ډلې یې د دوو چکډېمونو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي. د دې چکډېنونو پر جوړېدو د سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده کړې او دغه راز یې د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
































