د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې په تېر۲۰۲۳ کال په ټوله نړۍ کې لږترلږه ۸۵۶۵ کسان د کډوالۍ په غیرقانوني لارو کې مړه شوي چې یوه لویه برخه یې افغانان دي. د یاد سازمان په خبره دا د ۲۰۲۲ کال د خپرو شویو شمېرو په پرتله ۲۰سلنه زیاتوالی ښیي. په بیان کې د مړو شویو افغانانو دقیق شمېر نه دی ښودل شوی، خو نن سبا افغانان او سوریایان اروپا ته د تلو په نیت د کډوالۍ د لارو سترقربانیان بلل کیږي. اروپا ته تر ټولو خطرناکه لاره د مدیتراني سمندرګی ښودل شوی او ویل شوي چې پردې لاره تېرکال د ۳ زره ۱۲۹ کسانو مړینې او تري تم کیدل ثبت شوي دي.
































