د کندوز د شېرخان بندر په دوراهي ښارګوټي کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې. دغه پروژه د یاد شهرک له لوري د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي چې په کې د تشنابونو، دوکانونو او مبرزونو جوړول شامل دي. مسوولین وايي چې د دغه پروژې چارې به د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي. دا په داسې حال کې ده چې په کندوز کې روان کال زیاتې ټولګټې او پراختیایي پروژې پلې شوې دي.
































