د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې یو شمېر چینایي او افغان پانګوالو په افغانستان کې د کانونو د استحراج په برخه کې پانګونې ته لیواله دي. دغو پانګوالو د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط مناسب بللي او د کانونو په ځانګړې ډول مسو کان کې یې د پانګونې لپاره خپل هوډ څرګند کړی دی. د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ویلي، چې په هېواد کې یې د پانګونې د جلب او جذب لپاره ښه زمینه برابره کړې ده. د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو را وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت په تېرو څه باندې دوه کلونو کې د اوسپنې، سرو زرو، نفتو، سرب او جستو کانونو غټې پروژې چینایي، ایراني، قطري، ترکي او برتانیوي پانګوالو ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت په قرار داد ورکړې دي.
































