په پلازمېنې کابل کې د انټرکانټیننټال ملي او نړیوال نندارتون کې د افغانستان او ایران محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي. په دې نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې ایران ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وروستي سفر پر مهال د شویو هوکړو پر اساس به د دواړو هېوادونو ترمنځ په تجارتي بیلانس کې توازن او اسانتیاوي رامنځته شي. د یادولو ده، چې د انټرکانټنینټال ملي او نړیوال ګډ نندارتو تېره ورځ پیل شو چې په ۶۴ غرفو کې د افغانستان او ایران محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي چې درې ورځې به نور هم دوام وکړي.
































