په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی څو پر افغان ښځو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي. په خبرپاڼه کې د یوناما مشرې، روزا اوتونبایوا له خولې لیکل شوي چې پر افغان ښځو، لګېدلي بندیزونه د تل پاتې سولې لپاره خنډ ګرځي. د افغانستان سرپرست حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































