د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش د امنيت شورا د سوډان مسلې په يوې علني غونډه کې د دغه هېواد د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې په روژې مياشت کې اوربند وکړي او دښمانانه فعاليتونه دې پای ته ورسوي. ګوترېش ويلي، د سوډان د وسله وال پوځ او د چټک غبرګون قطعې ترمنځ شخړه به په راتلونکې مياشت کې کال پوره شي، چې له امله يې سوډانيانو ته ويجاړونکي زيانونه رسيدلي او د سيمې د بې ثباتۍ ګواښ يې ډېر کړی دی. نوموړي پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې د روژې ارزښتونو ته درناوی وکړي، دښمانانه فعاليتونه دې پای ته ورسوي او سوډانيانو ته دې د سولې لار هواره کړي.
































