د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ښځو د پېوستون د نړۍوالې ورځې په مناسبت یو ځل بیا له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. حامد کرزي لیکلي، تاریخ شاهد دی چې افغان ښځو په ټولو تاریخي بدلونونو په ځانګړې توګه د خپلواکۍ په هلو ځلو کې له نارینه و سره اوږه په اوږه مبارزه کړې او د ټولنې د مسوول غړي په توګه یې خپل حضور ثابت کړی دی. د ښاغلي کرزي په باور د افغانستان راتلونکی د هېواد د ښځو او سړیو ماناداره ګډون ته اړتیا لري.
































