د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په زرد کمر کلي کې د څه باندې درې نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یو چکډېم د جوړېدو چارې بشپړې شوي. د دغې وزارت د خبرپاڼې له مخې دغه چکډېم، چې ۳۰ متره اوږدوالی لري د څه باندې ۷۵۰۰ متره مکعبه اوبو د ذخیره کیدو ظرفیت لري. یاد وزارت زیاته کړې، چې د دې چکډېم په جوړولو سره به په زرد کمر سیمه کې د باران روانې مهار او په مرسته یې د ځمکې لاندې اوبو ذخیرې پیاوړې شي.
































