د سرپرست حکومت ویاند د ښځو د پيوستون نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د ښځو حقونو د ټینګښت په برخه کې ګړندي ګامونه اوچت کړي دي. نوموړي په یو ویډیويي کلېپ کې ټینګار کړی، چې سرپرست حکومت د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی. د سرپرست حکومت ویاند ویلي، په جبرنکاح کول، حق یې نه ورکول او د خاوند په ټاکلو کې ترې حق اخيستل هغه ستونزې وې، چې د سرپرست حکومت له راتګ وړاندې ور سره افغان ښځې په هېواد کې مخ وې. نوموړي همداراز زیاته کړې، ټولو محاکمو ته جدي سپارښتنه شوې، چې د ښځو قضیو ته په پوره دقت او له کوم توپیر پرته رسیدنه وکړي او دا مهال د ښځو د ظرفیت لوړونې او سوداګریزو برخو کې هڅې دوام لري.
































