پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له جګړو لاس په سر شي او د خپل هېواد د سوکالۍ لپاره سوله وکړي. پخواني ولسمشر نن د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خبرو پر مهال وویل چې دلته روانه جګړه یوازې د افغانانو د تباهۍ او بربادۍ جګړه ده نو طالبانو ته په کار ده چې له فرصت په استفادې له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي او په صادقانه توګه د جګړو د ختمولو لپاره لاس په کار شي. نوموړي پر افغان حکومت هم غږ وکړ چې جګړه کمه کړي او د سولې لپاره خپلې هڅې نورې هم ډېرې کړي. ښاغلي کرزي د سولې د مسایلو په اړه وویل چې د سولې په خبرو کې به د تېرو کلونو پر هېڅ لاس ته راوړنه معامله نه کېږي، د ښځو حقوق به خوندي وي، ښوونځي به پرانیستي وي، جګړه به ختمېږي، د ابادۍ کارونه به کېږي او افغانستان به د پیاوړتیا او پرمختګ پر لور روانېږي.
































